د جنرال عبدالرازق ورور تادين خان اڅکزی د طالبانو يادې ادعاوې بې اساسه ګڼې او په خپله ادعا کوي چې دا ډله ییز قبرونه د هغو اڅکزو ځوانانو دي چې طالبانو د سپین بولدک د نیولو په لومړۍ اونۍ کې وژلي او ۱۲۰۰ لا هم نادرکه دي.
شمس وایي د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د تیرې یکشنبې په ورځ ناوخته نوې لوحه چې ابودوجانه نوم پر لیکل شوی و، ولګوله.
کندهارکې د طالبانو ولایت مقام
وایي، « دا ګنګوسې هغه کسان اچوي چې نفاق او جنګ ته لمن وهي، موږ ټولو خلک ته اجازه ورکو چې راشي د جنرال عبدالرازق اڅکزی قبر له نېږدې څخه وګوري او ځان ډاډه کړي چې هيڅ هم نشته، هغه فقد د هغو نظامي کسانو موټر دي چې د دغه قبر حفاظت کوي.»