د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلاميه کې راغلي چې کوم دولتي قوانين، سياستونه او اقدامات د ښځو د انساني حقونو د له منځه وړلو په موخه پر هغوی سخت ظلم کوي او نابرابرو شرایطو ته يې برابروي، د اپارتايډ د سيسټمونو د اصلي هستې منعکسوونکي دي.
د دې فعالانو په ليک کې راغلي چې د جلاوالي او سيسټماټيکې ايلونې عنصرونه چې اپارتايد را پيدا کوي، اوس مهال په افغانستان او ايران کې شته دي.
سازمانونو او د ښځينه حقونو فعالانو ويلي، چې د تېرو دوه نيمو کلونو پر مهال، طالبانو په افغانستان کې ښځې له خپلو حقونو او لومړنيو ازاديو بې برخې کړي او هره ورځ پرې نوي او سخت محدوديتونه لګوي.