نوموړي زياته کړه: «مثلا صرف له زرمت څخه ۳۰۰۰ کورنۍ کډه شوې دي، ۳۰۰۰ هم نه چې په ټول زرمت کې ۳۰۰ کسان ورته ودريږي، قسم کوم چې دا ستونزې به حل شي چې دوی ترې تښتېدلي دي. دوی بايد ونه تښتي، بلکې هغوی اصلاح يا تېښتې ته مجبور کړي، چې دوی يې دې حالت ته رسولي دي.»
پخوا نېزه بازي د نوي کال او د کال په نورو ځانګړو ورځو او مېلو کې په جوش او جذبو تر سره کېده، خو اوږدو جګړو د بلې هرې برخې په څېر لوبو او مېلو ته هم سخت زيان واړاوه او له دې امله دا لوبه ډېر وخت ونشوه.
شين نوروز د دې ولايت په تڼيو ولسوالي کې اوسيږي او له تېرو څلور لسيزو راهيسې يې د اعتصاب په ډول ځان له اوسنيو ښاري پرمختګونو لیرې ساتلی دی.