زابل کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس عطاءالله راشد وایي، چې تېرکال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات ۱۷ زره او ۵۰۰ ټنه وو، خو سږکال یې حاصلات ۳۵ زره ټنو ته پورته شوي دي.
د کرنې برخې پوهان وایي، د میوجاتو او سبزیجاتو لپاره د سړو خونو او پروسېس خونو جوړیدنه د کروندګرو لپاره یو اړتیا ده او د یادو توکو ساتنه د هیواد په اقتصاد کې مهم رول لري.
بزګران د تازه سبرجاتو له ټیټو بیو او د مناسب بازار له نشتوالي هم شکایت کوي او وایي، ډیر کله یې تازه سبزجات د بازار د نشتون له امله په کور پاتې کیږي.
د جلغوزیو د حاصلاتو له کموالي او په ناقانونه ډول یې د انتقال په اړه له اندېښنو ور هاخوا بیا د پکتیا ولایت د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت ۱۸۰۰۰ کیلو ګرامه جلغوزي به په نږدې ورځو کې ایټالیا هیواد ته ولېږدل شي.
سږکال کندهار کې زياتو کروندګرو د کوکنارو پرځای غنم، ګازرې او سبزيجات کرلي خو په ورته وخت کې بزګران د امکاناتو نشتون له کبله د حاصلاتو د کمېدو خبره کوي.
خوست د هیواد له ګرمسیره ولایتونو څخه دی، چې د املوکو سربېره په کې چهارمغز، بادام، زردالو، انار، ناک، مالټې او الوچې کېږي چې په ګڼو سیمو کې په سلګونه جریبه ځمکه یې بڼونه کرل شوي.
د انګورو باغ لرونکي وايي، د تازه انګورو کيفيت يې تر نورو بهرنيو انګورو ډير ښه دی، خو نړيوالو بازارونو ته د نه رسېدو له کبله اړ دي چې په ډير ټيټ قیمت يې په پاکستاني مارکيټونو کې وپلوري.
ننګرهار د هېواد په کچه د کرنې په برخه کې یو له غني ولایتونو دی، چې د نورو کښتونو ترڅنګ یې کروندګرو سږکال د پنبې کښت ته هم مخه کړې ده.
که څه هم سوداګر د انارو د پېکه بازار او بهر ته د صادراتو په برخه کې له ستونزو سر ټکوي، خو د کندهار د کرنې ریاست کې د طالبانو مسوول وایي، چې د پخوا په پرتله بازارونه ښه شوي او د صادراتو لړۍ په عادي ډول روانه ده.
کندهار کې د طالبانو د کرني او اوبو لګولو رياست د کرنيزو چارو امر مولوي محمد موسي وايي، اوسمهال دغلته پر ۱۵زره هکټاره ځمکې د انځرو باغونه شتون لري چې ورسره يو وخت يې سږني حاصلات ۲۷۰ زره ټنو ته رسیدلي دي.