جلال اباد ښار کې د وچې مېوې یو پلورونکی اظهار الله وایي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ او په خاص ډول سږکال د وچې مېوې بازار کمرنګه شوی دی.
د کندهار ډنډ ولسوالۍ کې د ريحانو سوداګر عبدالله وایي، له تېرو کلونو په پرتله سږکال د ريحانو حاصلات دوه برابر زيات شوي، خو په خبره یې چې د حاصلاتو زیاتوالي سره یو وخت د مارکېټ تقاضا کمه شوې ده.
خوست د هیواد له ګرمسیره ولایتونو څخه دی، چې د املوکو سربېره په کې چهارمغز، بادام، زردالو، انار، ناک، مالټې او الوچې کېږي چې په ګڼو سیمو کې په سلګونه جریبه ځمکه یې بڼونه کرل شوي.
ننګرهار د هېواد په کچه د کرنې په برخه کې یو له غني ولایتونو دی، چې د نورو کښتونو ترڅنګ یې کروندګرو سږکال د پنبې کښت ته هم مخه کړې ده.
کندهار کې د طالبانو د کرني او اوبو لګولو رياست د کرنيزو چارو امر مولوي محمد موسي وايي، اوسمهال دغلته پر ۱۵زره هکټاره ځمکې د انځرو باغونه شتون لري چې ورسره يو وخت يې سږني حاصلات ۲۷۰ زره ټنو ته رسیدلي دي.
ننګرهار کې د ممپلیو د پروسېس ٥٠ کارخونې فعالیت کوي، چې په کې د دغه ولایت ممپلي له پروسېس وروسته بازار ته د پلور په موخه وړاندې کېږي، چې د هیواد د داخلي بازارونو سربیره بهرنیو بازارونو ته هم صادریږي.
د طالبانو د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې د ننګرهار په اتو ولسوالیو خوږیاڼو، شېرزادو، پچیراګام، هسکې مېنې، اچین، سپین غر، حصارک او کوټ ولسوالیو کې پر شاوخوا ۱۷ سوه هکتاره ځمکه د جلغوزیو ځنګلونه آباد دي، چې سږکال یوازې له پنځو ولسوالیو حاصلات را ټول شوي.
د خوست ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین هم د بازار نشتون برخه کې ځینې ستونزې مني او وايي، په دې وروستیو کې دوی اوس یوازې چین هیواد ته د جلغوزیو په صادرولو تکیه کړې.
که څه هم سوداګر د انارو د پېکه بازار او بهر ته د صادراتو په برخه کې له ستونزو سر ټکوي، خو د کندهار د کرنې ریاست کې د طالبانو مسوول وایي، چې د پخوا په پرتله بازارونه ښه شوي او د صادراتو لړۍ په عادي ډول روانه ده.
سوداګر د طالبانو له حکومت غواړي چې دوی ته داسې زمينه برابره کړي ترڅو د کندهار او نورو ولايتونو مميز تر نړيوالو بازارونو ورسوي او هلته یې په ښه بیه وپلوري.