د مجاهدينو له مشرانو څخه محمد يونس خالص هم په حقانيه مدرسه کې زده کړې کړې دي او همدا راز د حقاني خطرناکې شبکې بنسټګر جلال الدين حقاني هم د دې مدرسې زده کوونکی پاتې شوی دی.
نیول شوي کس دغه راز ویلي دي، چې سلاح یې له حقاني شبکې له خوسته لاسته راوړې وه او پر کابل پوهنتون د برید لارښوونه هم ثناوالله کړې وه.
اڅکزی قوم چې له طالبانو سره سخت مخالف دي، د وژنې لړۍ يې لا هم روانه ده. خو حقاني شبکې له دې اختلاف څخه ګټه اخيستې ده او د اڅکزي قوم ملاتړ يې کړی دی.
د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي، چې په دې نيول شويو وسلو کې ۲۷ بې غږه کلاشينکوفونه، د ۶ بې غږه توپانچو په ګډون ۳۶ توپانچې، ۳ بم غورځوونکي، ۲۱ بکسې مرمۍ او ځينې نور مهمات شامل دي.