محب ويلي، چې حقيقت دادی چې افغانان د شلو کلونو پر مهال له خپلو امريکايي شريکانو سره يو ځای د يوه هدف لپاره درېدلي او جنګېدلي دي.
حمدالله محب په خپلو خبرو کې وویل، ځینې پوستې چې د دې فشار له امله نورو ځایونو ته لېږدول شوې وې، هغې کې هم ځینې اوازې ورسره خپرې شوې او خلک یې تر اغېز لاندې راغلي ول.
حمدالله محب وایي، دا حکومت د خلکو په رایه جوړ شوی او خلک به پرېکړه کوي چې بل حکومت راشي او په خپله حکومت دا حق نه لري چې د هېواد برخلیک او د خلکو پرېکړه یو ۴۰ کسو ته ورکړي.
ښاغلي محب نن (یکشنبه، ۳ د کب) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د ښوونځیو او علمي مرکزونو ورانول د افغان ماشومانو له راتلونکي سره دښمني ده.
خو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ډلې ترمنځ جګړه د هېواد ډېری ولایتونو کې سخته شوې ده، خو د طالبانو ډېر تمرکز د هېواد په شمالي ولایتونو دی. د افغانستان شمال له ډېر وخته د اسلامي بنسټپالو ډلو پناه ځای و چې له دې ډلو ځینې یې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره جګړه کې دي او د روسیې حاکمیت پر وړاندې سیمه کې فعالیت کوي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دغه څرګندونې نن (شنبه، ۱۸ د غویي) د لوړپوړو امنیتي چارواکو په غونډه کې وویل، چې د طالبانو جګړې په ملي او نړیواله کچه خپل مشروعیت بایللی دی.
د ملي امنیت سلاکار نن (شنبه، ۲۳ د کب) د جګپوړو امنیتي چارواکو خبري ناستې ته خبرو کې وویل، د هېواد بهرنیو چارو وزارت او د ملي پخلاینې عالي شورا په دې ناستو کې د نورو هېوادونو او طالبانو د ګډونوالو کچې جوتولو لپاره کار کوي.
د ښاغلي محب په وینا، په دې کار سره به د مرکچي پلاوو غړي د هېوادوالو له کړاوونو او غوښتنو له نږدې او په سمه توګه خبر او له اضافي لګښتونو به مخنیوي وشي.