يوه سرچينه چې نه غواړي نوم ېې خپور شي اطلاعات روز ته وویل، چې پر دغه ناروغۍ د اخته ماشومانو له خولې او پزې وینه راځي او نږدې روغتیایي مرکزونه یې له درملنې عاجز شوي دي.
په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د روغتیایي برخې امر ډاکټر بشير احمد عزتمل اطلاعات روز ته وويل، چې تراوسه په دغه ولسوالۍ کې تر ۵۰ پورې کسان په «کولرا» ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې څلور ماشومان مړه شوي دي.
سرچینه وایي، دا محلي ټولګي چې د CIC موسېسې لخوا یې مالي ملاتړ کېده، د خلکو په شخصي میلمستونو کې جوړ شوي وو چې ګڼو ماشومانو پکې زده کړې کولې.
خاص ارزګان کې یوې ځایي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې دغه کس عبدالنافې نومیده او تېره ورځ یې د دې ولسوالۍ د متکزي اړوند «عشر» سیمه کې ځان د ټوپک په ډزو وژلی دی.
اطلاعات روز: د خاص ارزګان د ولسوالۍ د «جوینو» هزاره مېشتي سيمې اوسېدونکي له «سيسټماټيکې او هدفي» ځورونې او بد...