د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی هم یاده پېښه تاییدوي او زیاتوي، چې د پېښې په تور یې یو کس نیولی چې د پلټنو په موخه امنیې قومندانۍ کې تر څیړنو لاندې دی.
سرچینه زیاتوي، د وحیدالله په نامه کس چې په نشه یي توکو روږدی و، خپله میرمن چې د عمه لور یې هم وه تر وهلو ډبولو وروسته وژلې او له کوره په تیښته بریالی شوی دی.
د مزمل په نامه د کامې ولسوالۍ یو اوسیدونکی وایي، چې پېښه تیره ورځ د یادې ولسوالۍ اړوند «لنډه بوچ» قریه کې شوې ده. نموړی زیاتوي، چې خاوند یې لومړی خپله ښځه سخته شکنجه کړې او بیا یې په ډزو وژلې ده.
د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض وایي، پیښه تېره شپه (جمعه، ۲۹ د غویي) د هلمند موسی کلا ولسوالۍ اړوند د «توغي شباروز» په کلي کې رامنځته شوې ده.
شهید اساس ولسوالۍ کې يوه ځایي سرچينه چې نه غواړي نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته يې وويل، چې دغه کس خپله میرمن تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۸ د مرغومي) مازديګر۳:۰۰ بجې وژلې ده.