د لښکرګاه ښار تر څنګ د هلمند ولایت د ولسوالیو اوسیدونکي هم شکایت کوي، چې په دې ولایت کې د کوکنارو پر کښت د بندیز له کبله خلک بې کاره شوي او د اقتصادي ستونزو له امله یې غلاوو ته مخه کړې.
د کابل-جلال اباد دویم لین سړک چارې د مخکیني حکومت پر مهال د ۱۰۵ ميليونه ډالرو په لګښت پېل شوې وې چې د اسیا پراختیایي بانک لخوا ورکول کیدې.
پکتيکا وال وايي، په مرکز ښرنې، ارګون، خيرکوټ، برمل او ځينو نورو ولسواليو کې د مرغانو او بېلابېلو وحشي ژويو نيولو او قاچاق اندېښمن کړي او د چاپيريال لپاره يې په زيان بولي.
هغوی چې ولسوالۍ يې د طالبانو مرکز و، پوره يو نسل يې له زده کړو محروم شوی او وایي، چې د تېرو دوو لسیزو جګړو له کبله یې نیم عمر په کډوالۍ کې تېر کړی.
د نیمروز ولایت د اوسيدونکو په وينا، چې له يوې خوا د برېښنايي پيژندپاڼو ترلاسه کول زيات وخت نيسي او له بلې خوا یې قیمت د تېر حکومت په پرتله څو برابره لوړ شوی دی.
څوکۍ، درین او هېلګل د کونړ د غازي آباد ولسوالۍ هغه درې دي، چې ځايي اوسېدونکو یې د شاوخوا دوه سوه کېلو متره سړکونو د جوړولو چارې پېل کړې دي.
یو شمیر ناروغان او پایوازان بیا په حوزوي روغتون کې د ډاکټرانو له ناسم چلند څخه شکایت کوي او په خبره يې هغه ناروغانو ته زیات پام کوي چې د طالبانو پلویان او یا واسطه ولري.
نورستان مېشتي وایي، په تېر شل کلن جمهوریت کې د نورو ستونزو ترڅنګ یې د روغتیا په برخه کې هم کار نه دی شوی او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هم ورسره پرته له ژمنو تازه کولو د قناعت وړ ګامونه نه دي اخېستل شوي.
د اسمار ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي، چې د طالبانو حکومت د نه پاملرنې له امله لاهم د ژوند له لومړنیو آسانتیاوو بې برخې دي، چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی وکيل جان چې برېښنايي پېژندپاڼه نه لري وایي، د سيمکارت ثبتولو لپاره يې د ماما د زوی الکترونيکي تذکره په ضمانت ورکړې.