ورته مهال د ارزګان د لېرې پرتو سیمو خلک بیا د یاد روغتایي مرکزونو د جوړیدو هرکلی کوي او وایي، چې د دې روغتیایي مرکزونو جوړیدو سره به یې تر ډیره ستونزې حل شي.
د ارزګان يو اوسيدونکی منصور احمد وايي، په دې ولايت کې داسې ډاکټران او روغتيايي کارکوونکي خلک معاينه کوي او درمل ورکوي چې د طب په برخه کې زده کړې نه دي کړي او تجربه نه لري.
عام خلک بیا ادعا کوي او زیاتوي چې که څه هم طالبان په زياته اندازه لوړه ماليه اخلي خو، دوی ته یې په بدل کې هیڅ ډول عامه خدمات نه دي وړاندې کړي.
د ارزګان یو اوسیدونکی وایي: «سږکال خلک د تېرو کلونو په څير پیسې نه لري ځکه اوس ترياک بند شوي او خلک د اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.»
د سرچينو په وينا، په غلا تورن کس دشپې د غلا پر مهال د کور د څښتن له لوري په ښکاري ټوپک وژل شوی او ترڅنګ یې يو بل تورن کس نيول شوی هم دی.
ارزګانیان په تېره جګړه کې ښخ شويو ماينونو څخه وېره لري او زياتوي یاد ماینونه وخت ناوخته ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي. دوی له طالبانو غواړي چې سیمه له ماینونو پاکه کړي؛ ترڅو خلک په ډاډه زړه ژوند وکړي.
تاج محمد د ترینکوټ ښار یو بل اوسیدونکی دی نوموړی وايي، ټول ښار کې خلک په زړو افغانیو راکړه ورکړه کوي چې نه يې هټۍوال اخلي او نه يې هم مشتريان چې تل یو له بل سره په لانجه اخته وي.
په بدو کي د ښځو ورکړه، لوړ ولور او یا هم د نجلۍ سره د هغې په ورکړه کي مشوره نه کول هغه څه دي چي ډیری نجونې یې له کور تیښتې او یا هم ځان وژنې ته اړې کړي دي.
اوچا ویلي، معلولیت لرونکي کسان په غیر متناسب ډول د بحرانونو له امله اغیزمن شوي او د مرستو او خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له زیاتو خنډونو سره مخ دي.
وېسټ په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د جنورۍ له ۲۹مې تر فبرورۍ پورې به په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه له امریکايي شریکانو، افغانانو او د بشري مرستو له موسېسو سره سلا مشورې وکړي.