اوچا نن (دوشنبه، ۲۴ د تلې) پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې د خوړو نړيواله ورځ په داسې حال کې را رسېدلې چې په دې وروستيو ورځو کې د افغانستان لوېديځ زلزلې لړزولی دی.
مرستندویه ادارو څو وارې په افغانستان کې د بشري وضعیت د سختېدو او د بې وزلۍ د زیاتیدو خبرداری ورکړی دی.
د دوی په وینا، د افغانستان ۹۷ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوی.
د سره صليب له خوا په خپره شوې ويډيو کې يو بل سړی بیا وايي، که مرسته ورسره ونه شي، ښايي خپله کورنۍ د لوږې له امله له لاسه ورکړي.
د یو خصوصي معاینه خونې ډاکټر میرویس بیا د مور او ماشوم د مړینې کچې لوړېدل د خلکو بېغوري په ګوته کوي او وايي، په اطرافي سیمو کې د ولادت پر وخت ښځو ته خپلسري درمل هم ورکول کیږي.
دې دفتر ليکلي: «شاوخوا شپږ ميليونه وګړي د خوراکي ناامنۍ له جدي کچې سره مخ دي، يوازې يو ګام له لوږې لېرې دي. دا په نړۍ کې تر ټولو لوړ ارقام دي.»
د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مديرې ويلي، چې دا بنسټ له اوسه او بيا د ۲۰۲۴ کال تر مارچ مياشتې پورې د افغانستان له خلکو سره د مرستې کولو لپاره د يو ميليارد ډالرو بودیجې ته اړتيا لري.
د جلال اباد ښار یو اوسیدونکی محمد میران وایي، که څه هم د پلي لارو پر سره خرڅیدونکي خوراکي توکي اقتصادي دي، خو له صحي اړخه یې خلکو ته زیان ډیر دی.