په خوست کې يو تن درمل پلورونکی د بې جوازه درملتونونو شتون لويه ستونزه بولي، هغه وويل چې له همدې امله په روغتيايي خدمتونو د خلکو باور راکم شوی او دې کار ته د غلا کاروبار نوم ورکوي
د خوست ولایت اوسېدونکي د جنايي او غلاو پېښو د زیاتېدو لامل د بې روزګاره ځوانانو د کچې لوړېدل بولي او وايي، په تېر نظام کې د دغه ولایت تر ۷۰ سلنه ډېر ځوانانو په دولت کې دندې ترسره کولې.
خوست کې یو سرچینې وویل، چې د شخړې هواري لپاره د طالبانو محلي ځواکونو هم وسله واله مداخله کړې، خو خلکو پر دې نیوکه کړې چې د دومنده ولسوالۍ یو ځايي قومندان د یو قوم په پلوۍ امنیتي ځواکونه سیمې ته استولي دي.
يوې ځايي سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې نن (چهارشنبه، ۲۳ د وري) سهار د «نور احمدشاه» په نوم په يو صراف په خپل دوکان کې دننه وسله والو کسانو ډزې کړې او ځای پر ځای يې وژلی دی.
د شیخ زاید پوهنتون له ۱۲ ډېر پوهنځي لري، د ډيرو يې د زده کړو بهير په عملي کار ولاړ دی، خو محصلين يې وايي، د ځينو ستونزو له امله يوازې ورته په شفاهي ډول تدريس کېږي.
قومي مشرانو تېره ورځ (یکشنبه، ۲۸ د لړم) د يو پرېکړه ليک په ليکلو سره د ولور سربېره د خوښيو په مراسمو کې د بې ځايه مصارفو او غير شرعي پرېکړو مخنيوی هم کړی او زياته کړې يې ده چې مهر يا ولور به د نجلۍ په اختيار کې ورکول کيږي.
د طالبانو حکومت له ټولو ګاونډیو او نړیوالو هیوادونو سره ډیبلوماتیکو اړیکو جوړولو ته چمتو دی او له کومې امنیتي ستونزې پرته به ورسره مخکې ځي.
په خوست او پکتیکا کې ځايي سرچینې وايي، چې لاهم په ځینو لېرې پرتو سیمو کې زلزله ځپلي خلک په ستونزو کې دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د خوست اوسېدونکي د موټرو په ښېښو د ناسمو پیغامونو لیکل د ټولنې لپاره په زيان فرهنګ ګڼي او وايي، که يې مخه و نه نيول شي افغان کلتور ته به زيان ورسوي.
د خوست ولایت اوسېدونکي د طالبانو له ولایتي مسوولینو غوښتنه کوي، چې د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د پاکستانۍ کالدارو د چلښت مخنیوي لپاره دې ځانګړی کمیسیون وټاکل شي، ترڅو بیرته د هیواد کرنسۍ د خلکو جیبونو ته ورشي.