په خوست کې د څارویو منډيي یو تن سوداګر حلیم تڼیوال اطلاعات روز ته وویل، چې دغه ناروغۍ له پاکستان څخه د تازه را انتقال شویو څارویو له امله خوره شوې او په مرکز او ولسوالیو کې نورو غواګانو ته انتقال شوې ده.
هيواد کې د مرستندويه ادارې مشر الیاس ناصري بيا له نورو خيريه بنسټونو غوښتنه کړې چې د خلکو اقتصادي مشکلاتو ته په کتو دې له اړمنو او بې سرپرسته کورنيو سره همکاري وکړي.
په تېرو شاوخوا درې کلونو کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدو له کبله ګڼو کورنیو په خوست، پکتیا او لوګر کې خپلې نجونو دیني مدرسو کې شاملې کړي او له همدې امله د مدرسو بازار ګرم دی.
اطلاعات روز: په خوست کې ځايي سرچينې وايي چې دپاکستان سرحدي مسوولينو تر تورخم وروسته په دې ولايت کې «غلام...
د خوست په مرکز کې سلګونه کسان د پاکستان له لوري د سپېرې ولسوالۍ په وزيرستاني کډوالو د شوې بمباري په غبرګون کې لاريون کړی او دا کار نه يوازې بشري جنايت يادوي، بلکې په افغان خاوره ښکاره تېری هم بولي.
په همدې حال کې بیا د دفاع وزارت د پېژندتون رییس محمد رحیم غزنوي وايي، له ځنډ پرته په دې کار روان دی، چې له قومي، ژبني او مذهبي تعصب پرته د هیواد امنیت تامین په موخه ځواکمنه ملي اردو جوړه شي.
انس حقاني وویل: مونږ او په ټوله کې اسلامي امارت د نجونو له ښوونځيو سره هيڅ ډول مخالفت نه لرو او زه ټول ولس ته ډاډ ورکوم، چې انشاالله له شپږم ټولګي پورته نجونو ته به هم اجازه ورکول کيږي، تر څو ښوونځيو ته لاړې شي او خپلې زده کړې په اسلامي چوکاټ کې تر سره کړي
لاريون کوونکي وايي، هيواد کې د اقتصادي ستونزو له امله افغانان مجبور شوي، چې د کار لپاره ګاونډيو هيوادونو ته لاړ شي، خو د دوی په وينا چې هلته د افغانانو له مجبوريته د ايران خلک او حکومت ناسمه استفاده کوي.
د خوست ولايت د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند وایي، چې بېګاه شپه ناوخته د پاکستاني ځواکونو جنګي الوتکو په سپرې ولسوالۍ کې د وزيرستاني کډوالو په څلورو کليو مندته، امير سپر، پڅې میلې او شکوڼي باندې هوايي بمبار شوی دی.
يو بل مدني فعال شېر علي وايي چې که په ياده برخه کې د يوه منظم پلان له مخې کوټلي ګامونه واخېستل شي، ښايي په ټولنه کې د هغو مسائلو لپاره د هواري معقولې لارې چارې وموندل شي، کوم چې د ښځو د حقونو په مخ کې خنډ ګرځيدلي دي.