د ښرنې ښار اوسېدونكى خان ولي کټوازي اطلاعات روز ته وویل، چې د دوى يو شمېر ګاونډيان له همدې امله دومره په تكليف شول چې خپل كورونه يې د سوداګرۍ په موخه په کرایه ورکړل او له دې ځایه یې کډې وکړې. نوموړي زیاته کړه، چې دې جوړېدونکو ودانیو د ښار ښکلا ته هم زیان اړولی او په دې برخه کې د ښرنې ښاروالۍ مسوولین پړه بولي.