د نومبر ۲۱مه د ټلویزیون له نړیوالې ورځې سره برابره ده. تېرو کلونو کې دا ورځ په افغانستان کې په یو لړ شاندارو مراسمو کې لمانځل کېدله.
ازادې او خپلواکې رسنۍ په دې دوو لسیزو کې، لکه د افغان امنیتي ځواکونو په څېر ترورېزم او افراطیت سره په لومړۍ کرښه کې دي او د ولسواکۍ او بشري حقونو ارزښتونو بنسټیزکولو لپاره یې مبارزه کړې ده. دغه راز په افغانستان کې رسنۍ فساد سره مبارزه کې او د حکومت پر کړنو څار کې هم پام وړ او اغېزمن رول لوبولی دی.