تیره ورځ ناوخته الینګار ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ خپل منځي نښته شوې، چې یو تن د سختو ګوزارونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې چې نن سهار د دغه ولایت د مرکز پل عالم اړوند په «التمور» سیمه کې د ښوونځي یو زده کوونکی له غره را لوېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د سیمې یو اوسیدونکی نجیب الله وایي، چې پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۱ د زمري) ماښام د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو سیمې اړوند «مورګۍ» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې ده.
هلمند کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول عزت الله حقاني وایي، چې دغه شخړه تېره شپه (شنبه، ۲۱ د زمري) د مارجې ولسوالۍ اړوند «بلاک نو» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د یادې سیمې اوسیدونکو لومړی د اوبو پر سر لفظي شخړه کړې، وروسته په اخ ډب بدله شوې چې د دواړه ډلو ترمنځ ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.
ارزګان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند بلال ارزګانی وایي، چې پیښه تېره شپه (شنبه، ۳۱ د چنګاښ) د مرکز ترینکوټ ښار د لومړۍ حوزې په مربوطاتو رامنځته شوې ده.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې پېښه تیر ماښام (دوشنبه، ۲ د زمري) د روداتو ولسوالۍ اړوند «مزینې» کلي کې رامنځته شوې ده.