د یاد بنسټ مطبوعاتي مسوول عبدالرازق همدرد وایي، چې دوی تازه په جلال اباد ښار کې۱۵۰ نورې هغه کونډې او بې وزله میرمنې چې د خیاطۍ په برخه کې روزنه ورکړل شوې وه فارغې کړې.
هغه ښځې چې په دغه خياطۍ مرکز کې په کار بوختې دي وایي، د نارينه و لپاره يې د کارکولو زمينه نه ده برابره نو ځکه دوی اړې دي ترڅو کار وکړي او خپلې اقتصادي ستونزې له دې درکه حل کړي.