خوږیاڼي زیاته کړه: «نن خلک کولای شي په عادي دول د پخوا په شان د تورخم له لارې کوزې پشتونخوا او پاکستان ته سفر وکړي.»
د ده په وينا، چې په سيمه کې د ژغورنې او پلټنې عمليات روان دي او په دې اړه لا هم معلومات را غونډېږي چې په بس او واړه موټر کې څومره سوارلۍ وې.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ویلي، چې دا عش لاهم هڅه کوي چې په پاکستان کې د پښې ايښودلو ځای پيدا کړي تر څو د شيعهګانو او مذهبي لږکيو پر خلاف تروريستي فعاليتونه پېل کړي.
ټي ټي پي په حقيقت کې د القاعدې او طالبانو له جهاد څخه را زېږېدلی يو غورځنګ دی او په تېرو کلونو کې ټي ټي پي له افغان طالبانو سره اوږه پر اوږه د جمهوريت او بهرنيو ځواکونو پر خلاف جګړه کړې.
پاکستاني چارواکو له وړاندې داسې اشارې ورکړې دي چې ښايي په خپله خاوره کې امريکايي ډرون الوتکو ته اډې ورکړي او په دې توګه به ښايي طالبانو ته دا پيغام ورکوي چې که دا ځل هم د جهاديانو په ننګ درېږي، نو پايله به يې د دوی له تېرې دورې څخه متفاوته نه وي.
رويټرز په دارابان کې د پوليسو د څارنې د مرستيال ملک عنيس الحسن په وينا ليکلي: «ترهګرو د پوليسو حوزې ته تر ننوتلو وروسته له لاسي بمونو استفاده وکړه چې پوليسو ته يې نور تلفات هم واړول.»