د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې دا مهال شاوخوا ۳۰۰۰ وزیرستانۍ کورنۍ پکتیکا ولایت ته راکډه شوي او د غرونو په لمنو کې استوګن دي. دوی وایي، په خورا ناوړه حالت کې ژوند کوي او تر اوسه یې چا لاسنیوی نه دی کړی.
د کندهار د پنجوایي اوسیدونکی حجت الله چې د سختې جګړې له امله له خپلې اصلي مېنې بې ځایه شوی وایي، کورونه یې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د جګړې په ډګر بدل شوي وو او سخت ویجاړ شوي دي.
داخلي بې ځایه شوې کورنۍ دغه راز نیوکه کوي، چې د پخواني جمهوري حکومت او د طالبانو د اوسني رژیم پرمهال ورسره د کورونو د جوړولو لپاره مکررې ژمنې شوي، چې په خبره یې د کلونو په تېرېدو لاهم په دغه برخه کې عملي ګام نه دی پورته شوی.