د پکتیا ولایت اوسېدونکي هم د پاکستاني درملو پر ځای د هندي درملو کیفیت اغیزمن یادوي او وايي، د پاکستاني درملو بیې لوړې خو کیفیت یې خورا ټیت دی.
د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ اوسیدونکی نصرالله هم د کم کیفيته درملو پلور اندېښمن کړی او وایي، چې د کم کیفیته درملو د کارولو له امله آن عادي ناروغۍ هم نه رغېږي.
په خوست کې يو تن درمل پلورونکی د بې جوازه درملتونونو شتون لويه ستونزه بولي، هغه وويل چې له همدې امله په روغتيايي خدمتونو د خلکو باور راکم شوی او دې کار ته د غلا کاروبار نوم ورکوي
د لوګر خلک د درمل پلورونکو سربېره د هغو پاکستانۍ کمپنيو د فعاليتونو د بندېدو غوښتنه کوي، چې هيواد او په تېره بیا لوګر ته ټيټ کيفيته درمل راوړي او دلته يې د خپل کاروبار د غوړېدو لپاره په درملتونونو پلوري.