پکتیا ولایت کې یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې نن (دوشنبه، ۱۰ د زمري) له ماسپښین وروسته د مرکز اړوند «رباط» سیمه کې سیلاب یو موټر وړی چې پکې سپاره درې کسان مړه شوي دي.
طالب چارواکي وایي، نورستان کې د سېلابونو له امله ۲۱ زره مېوه لرونکې ونې ۸۲۴ جريبه کرنیزه ځمکه او ۳۶ د اوبو کوچني سربندونه له منځه تللي دي.