لوی درستیز ښاغلي یاسین ضیا نن (شنبه، ۱۱ د غویي) د لوړپوړو امنیتي چارواکو په ناسته کې وویل، چې د مخکیني مهالوېش سره سم، له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو وتنه پیل شوې ده.
د دې روغتیاپالانو په وینا، شکایتونه یې او د دفاع وزارت چارواکو او اړونده بنسټونو ته یې ورتګ کومه پایله نه ده ورکړې او هر وره ته چې ورغلي، غږ یې نه دی اورېدل شوی. خو دفاع وزارت وایي، د امتیازي معاشونو نه ورکړې ستونزه یې افغانستان کې د امنیتي لېږد ګډې قوماندانۍ یا «سیسټیکا» سره شریکه کړې او دا وزارت هیله من دی چې سیسټیکا به د دې روغتیاپالانو معاش ورکړه کې هوکړه وکړي.
دفاع وزارت وړاندې لیکلي چې دغهراز هڅې روانې دي، چې د دې وزارت ټول کادرونه او مسلکي پرسونل هم بېرته هېواد ته را ستانه شي او د خپل هیواد په آبادولو کې فعاله ونډه واخلي.