قومي مخور ادام خان وزيري وايي، که د پوهنتون څخه تازه فارغ شويو ځوانانو ته په هيواد کې دننه د کار زمينه برابره نه شي، نو مجبور دي چې د پيسو ګټلو لپاره په ناقانونه لارو بهرنيو هيوادونو ته لاړ شي.
د پکتيا پوهنتون د تعليم او تربيې پوهنځي شپيته کلن غلام حضرت هغه د اوږ عمر څښتن دی، چې سږ کال فارغ شو، هغه د فراغت پر لومړۍ ورځ دوه غوښتنې درلودې، لومړی يې له ځوانانو غوښتنه وکړه چې د زده کړو کولو لپاره ناوخته نه دی او ټينګار يې وکړ چې خپلو زده کړو ته بايد دوام ورکړي او هم يې له حکومت فارغ شويو کدرونو ته د کاري زمينې په برابرېدو غوښتنه وکړه.
د خصوصي پوهنتونونو ویاند کریم ناصري وایي، که طالبان بې ځایه غیر مسلکي ګمارنې ونه دروي او له پوهنتونونو فارغ شویو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر نه کړي، نو ډېر لوستي کسان به هېواد پریږدي.
لوګر کې د طالبانو د پوهنې رياست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ياد ښوونکي يې سږ کال په بېلابېلو ښوونځيو کې جذب کړي، چې ۱۵۰ ښځینه ښوونکې هم په کې شاملې دي.