زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ
د دغه ولايت د دای چوپان ولسوالۍ په «دوزي» سیمه کې ۶۰ تنه په کولرا ناروغۍ اخته شوي چې له هغې جملې څخه دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د دای چوپان په ولسوالۍ کې د «ماري» او «دېوالک» سیمې له ښار څخه ډېرې لېري پرتې دي چې د روغتيایي کارکوونکو تر رسېدو مخکې هلته دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.