د طالبانو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په لغمان ولایت کې یې دوه ښځې او څلور نارینه و له جملې څلور تنه د نامشروع اړیکو درلودو او دوه نور د غلا په تور په دُرو وهلي دي.
له دې یوه اونۍ وړاندې هم په دغه ولایت کې درې کسان د غلا په جرم په عام محضر کې په دُرو وهل شوي و او همدا تېره ورځ بیا په فراه ولایت کې د طالبانو حکومت یو تن اعدام کړ.