دغه راز د مالیې وزارت کارمنانو هم په ۱۳۹۹ مالي کال کې، په ټوله کې له یو میلیارده او ۱۰۹ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ امتیازي معاش او «نور مالي امتیازات» ترلاسه کړي دي. په داسې حال کې چې د دې وزارت کارمنانو اصلي معاش په دې کال کې یو میلیارد او ۷۰۰ میلیونه افغانۍ د ملي بودجې سند کې درج شوې دي.