هدایت الله بدري وويل: «د افغانستان بانک په تېرو څه باندې دوو کلونو کې توانېدلی چې د اسلامي بانکولۍ د پراختيا لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي، تر دې مهاله د کوچنيو پورونو د ورکړې لپاره يو بانک په بشپړه توګه اسلامي شوی دی او نورې هڅې هم روانې دي چې ډېر ژر نور بانکونه هم اسلامي شي.»
د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې نه یوازې عام وګړي د زړو بانکنوټونو له شتون زوریږي، بلکې صرافان او دوکانداران په بازار کې د افغاني بانکنوټونو د کمښت ستونزه هم د پام وړ بولي.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، تر دې دمه د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۶ کڅوړې او د ۳۲ میلیونو ډالرو په ارزښت څه باندې ۳۰ کڅوړې افغانستان ته رسېدلې دي.
د مرکزي بانک له ارقامو سره سم، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې نغدي مرستې تر يو ميليارد او ۹۱۳ ميليونو ډالرو اوښتي دي.
صرافان او دوکانداران په بازار کې د افغانۍ د کمښت ستونزه هم د پام وړ بولي او د طالبانو له حکومته غواړي چې یا د افغانستان بانک له زېرمو افغانۍ د چلند لپاره بازار ته راوباسي او یا دې نوي بانکنوټونه چاپ کړي.
د افغانستان بانک لپاره د طالبانو لومړی مرستیال نور احمد اغا زیاتوي، یاد بانک نوټونه یې د دولتي ادارو ترڅنګ له خصوصي بانکونو، صرافیو او هټۍ والو راټول او په بدل کې یې نوي بانک نوټونه ورکړي دي.
د رويټرز په وينا، دنيلز ويلي، چې قربانيانو ته د دې پانګې د مصادره کولو اجازه ورکول د دې حکم په معنا دي چې طالبان د افغانستان قانوني دولت دی.
د مرکزي بانک له ارقامو سره سم پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د نړيوالې ټولنې د ټولو نغدي مرستو کچه څه باندې يو ميليارد او ۹۵۳ ميليونه ډالره کېږي.
د جاپان پاسپورت د ۱۹۳ نمرو په لرلو سره د با ارزښته پاسپورټ په توګه د جدول په سر کې ځای لري. سنګاپور، جنوبي کوریا او جرمنی په ترتیب سره دویم، دریم او څلورم ځای خپل کړی دی.
دافغانستان بانک ویاند وایي، د ډالرو هغه نوټونه چې تاریخ یې له ۱۹۹۶ کال څخه مخکې وي، څېرې یا پلستر شوي وي، شکل یې له منځه تللی وي یا هم په یو ډول خراب شوي وي او د چېک کولو په وخت کې یې د شمېر ماشین زېګنال ورکړي، د افغانستان بانک ته نور د منلو وړ نه دي.