خو د کرکټ بورډ مخکینی او ګوښه شوی اجراییوي رییس حامد شینواری وایي، چې دی د انس حقاني له لوري په شفاهي ډول له دې دندې لېرې او پر ځای یې د ده په وینا، نصیبالله حقاني ګمارل شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د داخلي کلبونو ترمنځ د کرکټ یادې سیالۍ په ۳۱ ولایتونو کې ترسره کیږي، چې په ۱۵ ولایتونو کې پای ته رسیدلي او د ننګرهار په ګډون په ۶ ولایتونو کې دوام لري.
له بلې خوا د کرکټ بورډ مشر وایي، په هر هېواد کې د نظامونو ادلون بدلون عادي خبره ده او په وینا یې چې دوی د کرکټ نړیوالې شورا د دایمي غړیو هېوادونو سره یې د کرکټ ډیپلوماسي نورماله مخته روانه ده.