په کندهار کې د انګورو بېلابېل ډولونه شتون لري لکه اوڅار، شونډوخاني، سره کشمش، قلمه، سره لالا، لالا یک دانه، حسیني، ایته او داسې نور. د ياد ولايت انګور تر ډېره ګاونډ پاکستان هېواد ته صادرېږي او هلته په ډېره ټيټه بيه پلورل کېږي.
د مرکز پل عالم یو تن بڼوال داود اطلاعات روز سره په خبرو کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ له ریاست غوښتنه وکړه، چې د دوی د حاصلات د خرڅلاو لپاره دې ورته هڅې وکړي.