د هیواد په سویلي ولایتونو کې د تېر څه باندې دوو کلونو راهیسې ګڼ شمیر ماشومان برمو ته لویدلي او مړه شوي دي، خو تراوسه په دې برخه نه هم ځایي خلکو او نه هم د طالبانو سرپرست حکومت د ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره کوم جدي اقدام کړی دی.
که څه هم طالبانو په څو ځله له خلکو غوښتنه کړې، چې د خپلو څاګانو سرونه پټه کړي خو لاهم خلک پام نه کوي او دغه ډول پيښې رامنځته کيږي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال مولوي محمد قاسم رياض وايي، دغه ۱۵ کلن ماشوم د تيرې سې شنبې ورځ د ګرشک ولسوالۍ په «اب پاشک» سيمه کې د اوبو برمې ته لويدلي و.
د دې ولايت لپاره د طالبانو د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ريیس محمدقاسم محمد وايي، چې دغه پیښه نن (یکشنبه، ۱۳ د وري) د خاشرود ولسوالۍ په «کندهاري» کلي کې رامنځته شوې ده.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رياست مرستيال محمدقاسم رياض وايي، چې پيښه نن (چهارشنبه، ۳۰ د وږي) د نادعلي ولسوالۍ د «شني جامع» په سيمه کې رامنځته شوي ده.
زابل کې د طالبانو د کلیو او پراختیا ریيس مولوي حکمت الله وايي، د CAHPO موسېسې په همکارۍ او مالي ملاتړ یې دغه برمې (څاه ګانې) وهلي دي.