د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، د شاه و عروس بند د دې ادارې یو له سترو پروژو دی، چې د ۱.۲ مېګاواټه بريښنا د تولید ظرفیت لري او ۲۷۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي دغه راز ۹ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.
د دې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک نن (چهارشنبه، ۱۵ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویلې، چې د هېواد دا ستره ملي پروژه بشپړه او نږدې راتلونکې یا روان کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.