د افغانستان د بشري حقونو کميسيون د خپلې اعلاميې په دوام د هيواد د ماشومانو او تنکیو ځوانانو پر ښوونې او روزنې بنديز د بشري حقونو د معيارونو مخالفت ګڼلی او د طالبانو له رهبرۍ يې غوښتنه کړې چې «له داسې بې منطقه او ظالمانه تګلارو لاس واخلي».
یاد کمېسیون پر دې پېښې د غمرازۍ په ښودلو د جنګ له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د خلکو د عادلانه او تلپاتې سولې ټينګېدو غوښتنې ته په درناوي، تاوتریخوالی کم کړي.
د بشر حقونو کمېسیون وایي، که کمېسيون د خپلو ښځينه کارکوونکو د حقونو ملاتړ و نه کړای شي؛ نو د افغانستان د نورو وګړو د حقونو ملاتړ هم نه شي کولی.