د «ازادۍ جبهې» په خپله اعلاميه کې ويلي: «موږ په دې باور يو چې د هيواد د شمال په نفوس کې جوړښتيز بدلون زموږ په خاوره کې د ابد لپاره د نفاق، سختدريځۍ او تروريزم تخم کري.»
د ملګرو ملتونو د بښنې نړيوال سازمان د عمومي منشي په اعلاميه کې راغلي چې طالبانو په وروستيو مياشتو کې د ښځينه حقونو مدافعين، پوهنتونيان او فعالان په غير قانوني او خپلسرې توګه نيولي دي.
اطلاعات روز: د بښنې نړيوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته د نړيوالې ټولنې نه پاملرنه انديښمنوونکې...
د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې چې طالبان دې ژر تر ژره خپلې پرېکړې بدلې کړي او له کوم قيد او شرط پرته دې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر خلاف خپل بنديزونه لغوه کړي.
د بښنې نړيوال سازمان ويلي چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بنديز د هغوی راتلونکی نابودوي.
د بښنې د نړيوال سازمان په وينا، د دې پناه غوښتونکو شړل د هغوی د بشري حقونو نقض دی او د هغوی شړل د هغوی د خونديتوب، رفاه او لومړنيو خدماتو ته د لاسرسۍ په تړاو جدي پوښتنې راپورته کوي.
په سويلي اسيا کې د بښنې د نړيوال سازمان سيمهييزې مديرې دينوشيکا ديساناياکه ويلي: «ډېر د انديښنې ځای دی چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعيت ته نړيواله پاملرنه نه کېږي.»
د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې ۲۰ داسې هيوادونه ياد شوي چې تېر کال يې د مرګ سزاوې ورکړي، په دې کې د افغانستان په شمول پنځه داسې هيوادونه دي چې بيرته يې د مرګ د سزاوو ورکول پېل کړي دي.
دې سازمان په خپل غوښتنليک کې ويلي، چې د ۲۰۲۱ اګست د ۱۵مې راهیسې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دې ډلې د بشري حقونو د نقض يوه نوې دوره پېل کړې ده.
د بښنې نړيوال سازمان کمپاينره سميرا حميدي وايي، په تېرو لسو ورځو کې د بشري حقونو درې ښځينه مدافعانې، ظریفه یعقوبي، فرحت پوپلزۍ، حمیرا یوسف او د هغوى همکاران د طالبانو له لوري نيول شوي دي.