دا ولسوالي چې له ګاونډي پاکستان سره ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ده، نو ځايي خلکو به یې هماغه هیواد ته تګ راتګ کاوه، خو له څه مودې راهیسې ورباندې دا لاره د پاکستاني حکومت له لوري تړل شوې ده، تروې ولسوالي اوسېدونکی محیب الله وايي، چې دوی خپل ناروغان په ډېرې اسانۍ سره پاکستان ته انتقالول، خو اوس چې دا لاره بنده شوې، نو مرکز ښرنې ته د خرابې لارې له امله زیاتره ناروغان د همدې لارې په اوږدو کې ژوند بایلي.
تروې د پکتیکا هغه ولسوالي ده، چې اوسېدونکي یې د دې ترڅنګ له ګڼو نورو اسانتیاوو هم بې برخې دي، خو پوهنې برخې ته یې هیڅ پام نه دی شوی او د ځايي خلکو په خبره چې د ښوونځیو امتیازات یې هم د چارواکو جیبونو ته ځي.
د دې ولسوالي قومي مشر شېر محمد اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د پوهنې ریاست د توپیري چلند له امله له تېرو ۱۹ کلنو راهیسې د دوی ولسوالي د پوهنې له اړخه هېره کړې او د ښوونکو معاشونه هم د فساد له امله د نورو جیبونو ته ځي.