د جلال اباد ښاریان هر کال د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او د نرخونو د نه کنټرول په برخه کې د ښاروالۍ مسوولین پاتې بولي.
د ښرنې یو تن اوسېدونکي نورشاه اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې له روسیې سره د قرارداد وړاندې د یوه کیلو ګازو بیه ۹۰ افغانۍ وه، خو دغه بیه لاهم په هماغه ځای ده او کوم تغیر پکې نه دی راغلی.