د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال حاجي عبدالباقي بنا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دې خونې مسوولينو له زلزله ځپلو سره د نغدي مرستې کولو يو کمپاين په لار اچولی چې پر مټ يې تراوسه شاوخوا ۹ ميلیونه افغانۍ راټولې کړي دي.
د پکتيکا ولايتي مسوولين د جوړېدونکو استوګنځيو د روانو کارونو له چټک کېدو خبر ورکوي او وايي، اوس مهال د جوړېدونکو ۱۲۰۰ کورونو کارونه تر ډېره بشپړ شوي دي.