یو شمیر ناروغان او پایوازان بیا په حوزوي روغتون کې د ډاکټرانو له ناسم چلند څخه شکایت کوي او په خبره يې هغه ناروغانو ته زیات پام کوي چې د طالبانو پلویان او یا واسطه ولري.
د دې ستونزو په وړاندې کولو سره بیا محمد رووف اطلاعات روز سره په خبرو کې له نړیوالو روغتیايي موسساتو غوښتنه وکړه، چې د پکتیا حوزوي روغتون او په ولسوالیو کې نورو روغتیايي مرکزونو ته درمل او نور امکانات ولېږدوي.
د میرویس روغتون ډاکټران وایي، د سره صليب نړيوالې کمېټې لخوا د درملو بنديدو له امله د دې روغتون د عاجلې څانګې نه بغير نور د روغتون په زياتو وارډونو کې ساده درمل او طبي توکي خلاص شوي دي.