د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي تر دې مخکې ویلي و، چې د امریکا حکومت او طالبان باید د یاد تړون د بشپړ تطبیق لپاره خپل منځي اړیکې زیاتې کړي.
نيډ پرايس له طالبانو غوښتي، چې د افغانستان د خلکو په اړه دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ښځو او نجونو ته دې د زده کړو او په ټولنه کې د بشپړ ګډون اجازه ورکړي.
اکمل داوي وايي: «ميلر په څرګنده طالبانو ته وويل چې موږ امريکايان ستاسو (طالبانو) له وژلو ستړي شوي يو. موږ تاسو ښه ډېر وژلي ياست. نه غواړو چې په يوه نه ختمېدونکې جګړه کې ښکېل پاتې شو.»
بهرامي ليکلي، چې په ټولنيزو چارو او د ټولنې په عمومي فرهنګ کې د طالبانو سخت دريځی چلند نوی نه دی «او له دين څخه د هغوی د ځانګړي تعبير پايله ده.»
خليلزاد ليکلي: «متحده ايالات او طالبان بايد د دوحې د توافق چې د افغانستان او متحده ايالاتو له ګټو سره برابر دی، د بشپړ تطبيق لپاره خپل تعامل زيات کړي.»
برادر ويلي: «امريکا په غير قانوني توګه د افغانستان پانګه کنګل کړې او د اسلامي امارت (د طالبانو رژيم) د مشرانو نومونه يې په تور ليست کې اچولي او نړيوالو ته هم له افغانانو سره د تعامل اجازه نه ورکوي.»
خليلزاد په دې مرکه کې وايي، چې د امريکا په نظر د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې تروريزم وده نه ده کړې. دی په عين حال کې د داعش ګواښ جدي ګڼي او وايي، چې طالبان له داعش سره جنګېږي.