د دې هوکړې پر بنسټ امریکایانو ژمنه وکړه څو د افغانستان حکومت وهڅوي چې د دوی له بنده د طالبانو ۵ زره بندیان ازاد کړي او دغه راز د روان کال تر مې میاشتې امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي. پر وړاندې یې طالبانو ژمنه وکړه چې افغانستان کې تاوتریخوالی کموي
ښاغلي متقي خپلو خبرو کې بیاځلي په ټینګار سره ویلي چې غواړي ټولې نړۍ سره مثبتې اړیکې جوړې او یو متوازن سیاست پر مخ یوسي.
د امریکا او طالبانو د دوحې سولې تړون له لاسلیک وروسته، پر بهرنیو ځواکونو د دې ډلې بریدونه صفر شوي، خو له بلې خوا نظامي بریدونه او چسپکي ماین چاودنې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو او د دولتي ادارو پر کارمنانو زیات شوي دي.