د طالبانو د پوهنې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دولسم ټولګیو د نجونو ازموينه به نن له غرمې مخکې نهه بجې پيل او له غرمې وروسته یوه بجه به پاى ته ورسېږي.
د دغه ولایت په مرکز اسعداباد کې د بې بي فاطمې لېسې یوه بله زده کوونکې ملالۍ هم ورته شکایت کوي او وایي، چې له میاشتو راهیسې په دې تمه دي، چې خپلې شهادتنامې ترلاسه کړي خو د مسوولو چارواکو له لوري غوڅ ځواب نه ورکول کیږي.