د پکتیا د حوزوي روغتون ډاکټران او کارمندان وايي، د هیواد په نوم قرار دادي موسسې ورته د تېرو څلورو میاشتو معاشونه نه دي حواله کړي او لایې هم برخلیک نامالوم دي. د دوی په وینا که په دې برخه کې اړونده ادارې اقدام ونه کړي، پیل کړي کاربندیز ته به دوام ورکړي.
د پکتیا د حوزوي روغتون ډاکټر محمد نبي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی ته د تنخوا نه ورکړې ترڅنګ له هر ډاکټر او صفاکار څخه د میاشتې ۲۰ سلنه امتیازات یې هم ګرځولي دي.
ډاکتر حضرت محمد د نورستان په وانټ ویلګل ولسوالۍ کې روغتیاپال دی، هغه اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې له اوو میاشتو راهیسې یې نه یوازې روغتیایي کارکوونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي، بلکې په همدې موده کې یې کلینیکونو ته دارو درمل هم نه دي وررسیدلي.