اطلاعات روز: د روغتيا نړیوال سازمان وايي، چې اوسنۍ بشري بودیجې ته په پام شونتيا شته چې هره ورځ ۲۴...
د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې په افغانستان کې د سختې خوراکي ناامنۍ اغېزې ويجاړوونکې دي او په هيواد کې ۲۰ ميليونه وګړي د خوارځواکۍ او ساري ناروغيو له خطر سره مخ دي.
د روغتيا نړيوال سازمان نن (پنجشنبه، ۱۴ د غویي) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د واکسين په کولو سره به د پوليو پېښي صفر شي او افغانستان به له دې ناروغۍ خلاص شي.
د دغه راپور له مخې، ډېری هغه کسان چې له پاکستانه راستانه شوي یا شړل شوي، ښځې او ماشومان دي، چې نږدې ۲۴ سلنه یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۶۰ سلنه یې له ۱۷ کلنۍ او تر هغه کم عمره ماشومان او تنکي ځوانان دي.
اطلاعات روز: د روغتيا د نړیوال سازمان عمومي منشي تدروس ادهانوم قبریسوس وايي چې دا سازمان ۱۸۵ ميليون ډالرو ته...
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې. خو یاد شمیر مثبتې پیښې په ۲۰۲۱ کې څلورو ته راښکته شوې.
په افغانستان کې د روان لمريز کال پر مهال د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ټولې يې په ننګرهار ولايت کې دي.
د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، چې د ويانا غونډه د اقدام په غوښتنې سره پای ته ورسیده او له ښکېلو اړخونو وغوښتل شول چې په افغانستان کې د رواني روغتيا په خدماتو او د نشه يي توکو د استعمال د زيانونو په مخنيوي کې همکاري وکړي.
د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، چې دې بنسټ له خپلو همکارانو سره هلې-ځلې زياتې کړي او په تورخم او سپين بولدک کې يې دوه بېړني روغتونونه ګټې اخيستنې ته سپارلي دي.
د روغتيا د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ راهيسې ټولټال د ۲۳۷ زره او ۷۸۲ پېښو راپور ورکړل شوی چې په ټول هيواد کې په تنفسي ناروغيو اخته شوي.