زابل کې دطالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وويل، چې د دې ولايت په مرکز قلات او ولسواليو کې یو شمیر کورنیو ته د روغتیایي کیټونو د ویش لړۍ پېل شوې ده.
د دوی په خبره، یاد بند د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي سره د شاوخوا دوه لکه متره مکعبه اوبو ذخیره کولو وړتیا لري چې ورسره به ۷۰۰ جریبه زراغتي ځمکه خړوبه شي.
زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي حماد نيازی وایي په دې ولایت کې د لس کيلومتره سړک پر جوړېدو اته سوه زره (اته لکه) امريکايي ډالره لګښت راځي او دا لګښت به د همکارو موسېساتو له لوري ورکول کېږي.