ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس اغاولي قريشي وايي، چې دوی نن سهار د ترینکوټ ښار په بېلابېلو برخو کې صندوقونه ایښي ترڅو مرستې راټولې او پرمټ یې د هرات د زلزله ځپلو لاسنیوی وکړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې د طالبانو لومړي وزير ملا حسن اخند خپلو اړونده مسوولو ادارو ته امر کړی چې زلزله ځپلو سره عاجلې مرستې وکړي.
د دغې ادارې مسوولینو زیاته کړې چې ۳۱۰ کورونه یې د پکتیکا ولایت په برمل او پاتې نور د دغه ولایت په ګیان او د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.