کندهار کې د طالبانو د کانونو او پټروليم ریيس عبدالحنان حامد وايي، دا کان یې د «المحمود احمدي» په نوم یوه خصوصي شرکت ته د پنځو کلونو لپاره په قرارداد ورکړی، چې ۲۵۰ تنو به پکې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د کندهار د کانونو رییس وویل، د بي بي ګوهر کان په خپل ځان کې د جستو او سربو ترڅنګ سره زر او سپين زر هم لري، خو په وينا يې چې قراردادي شرکت يوازې سرب او جست استخراج کولای شي.