د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې له اوږده ځنډ وروسته د سړکونو د داغ نیونې چارې پیل شوې.
د جلال اباد ښاروالۍ مسوولان وایي، چې دوی په پام کې لري، څو د ښاروالۍ له بودیجې د ښار په څلورو ناحیو کې ( ۳۶۸۲) متره مربع سړکونه ترمیم او داغ نیونه یې ترسره کړي.