د طالبانو د دعوت او ارشاد امريت له لوري پوهنتون ته په استول شوي مکتوب کې ویل شوي چې استادان او اداري کارکوونکې باید ږیرې پریږدي، لونګۍ وتړي او په ټاکل شوې لاره تګ راتګ وګړي.
ددغه ولايت يوه اوسيدونکي سيمع الله د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې د طالبانو لخوا لګول شویو محدوديتونو د دوی پر اختريزو مېلو سخت تاثير کړی او ډير خلک زړه نه ښه کوي چې اختر ولمانځي.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکې عزیزه وایي، د طالبانو یادې پریکړې له امله هغه خلک او مېرمنې له ستونزو سره مخ دي چې یا یې خاوندان مسافر او یا کونډې وي.
په يوه خياطۍ کې ځوانانان راټول شوي وو، په ډیر لوړ غږ يې موسیقي غږوله طالبان راغلل يوه يوه څپیړه يې ټول ووهل ورته يې وويل چې بیا موسیقي مه اورئ.»