ثور ۴, ۱۴۰۱ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۲جلال اباد ښار کې طالب ځواکونو یو ماشوم په ډزو وژلی دیدا پېښه تېره شپه د جلال اباد ښار اومې ناحیې اړوند زېړانو سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې د عادل په نامه یاد ماشوم، چې شاوخوا ۱۵ کاله عمر لري د شپې ناوخته له خپل دوکان څخه د کورنۍ دوه نورو غړو سره یو ځای خپل کور پر لور روان وو.