د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړيوال سازمان د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي، چې تر اوسه یې افغانستان کې ۷۰۰ لوی او واړه چيک ډيمونه جوړ کړي او کټي اخيستني ته يې سپارلي دي.
د لغمان د مرکز مهترلام اوسیدونکی او معلول شاه زمان وايي، چې له لسو میاشتو راهیسې یې خپل حقونه او امتیازات نه دي اخېستي او له ګڼو اقتصادي ستونزو کړیږي.
ټولګډونه حکومتولي د مفهوم له مخې يو ارزښت دی ځکه د ټولګډونه پرېکړې کولو پروسې خلکو ته اساسي ازادۍ ورکوي تر څو هغه اهداف او ارمانونه لاس ته راوړي چې دوی ته ارزښت لري.
کاریګر وايي، د پخواني نظام له پرځېدو وروسته په هره کارخونه کې تر نیمايي زیات کاریګر کم شوي او د کارونو د نشتوالي له امله د کارخونو د مسوولینو له لوري له دندو لېرې شوي.
په يوټيوب کې د طالبانو د تبليغاتو وروستۍ برخه په هيواد کې د سرتاسري امنيت نمايش دی. طالبان له يوټيوب څخه په استفادې هڅه کوي چې د افغانستان خلکو ته ووايي، چې د هيواد په بېلابېلو برخو کې امنيت تأمين دی او هر څه سم دي.
د اسمار ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي، چې د طالبانو حکومت د نه پاملرنې له امله لاهم د ژوند له لومړنیو آسانتیاوو بې برخې دي، چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
تاريخ ته په کتلو د افغانستان پر سر د نړيوالو او سيمهييزو قدرتونو مذاکراتو، ښکېلتياوو او مداخلو مثبته پايله نه ده ورکړې بلکې په افغانستان کې دننه يې کشاله نوره هم اوږده کړې او پيچلې کړې ده.
په هالنډ کې د افغانستان سفارت هم تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزارت سره اړيکې لري.
يو شمېر رسنۍ او خبريالان هم د طالبانو په ګټه په لابي کولو تورن دي. منتقدين وايي چې د محتوا سانسور او د رسنيو په خبري سرويسونو کې د ځینو واقعيتونو نه را اخيستل د طالبانو په ګټه لابي کول دي.
د ننکرهار خلک د طالبانو له شته رژیم غوښتنه کوي، چې لوستي ځوانان دې پر دولتي دندو وګماري او نورو بې روزګاره ځوانانو ته دې د دایمي کار روزګار زمینه برابره کړي.